د قطر د بهرنيو چارو وزير: طالبانو سره تعامل ته دوام ورکو، خو بايد و ازمايل شي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وايي، د طالبانو حکومت سره تعامل ته دوام ورکوو.

د قطر د بهرنیوچارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وايي، که څه هم د طالبانو د سرپرست حکومت وروستي اقدامات خواشینوونکي دي خو هېواد به یې په افغانستان کې د بدلون راوستو د یوازینۍ لارې په توګه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

آل ثاني دا څرګندونې پرون سې‌شنبې په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې وکړې.

هغه وویل دوحه له نورو اسلامي هېوادو سره هم په دې اړه سلامشورې کوي چې په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره تماسونه ټینګ کړي.

د قطر د بهرنیوچارو وزیر زیاتوي چې دا چاره به اسانه نه وي خو باید وازمویل شي.