ناروې 'د واګنر بدنام ګروپ' له يو روسي غړي څېړنې کوي

د ناروې بيرغ

د ناروې د پولیسو ځانګړې قطعې چې جنګي جرمونه څېړي پرون سې شنبه وویل، چې غواړي له هغه روسي پناه غوښتونکي سره خبرې وکړي، چې د راپورونو له‌مخې د واګنر 'بدنام' ګروپ پخوانی جګپوړی غړی و.

د واګنر په نوم د روسیې پوځي خصوصي شرکت یو 'بدنام' بنسټ دی، چې په سوریه او اوکراین کې په جنګي جنایتونو تورن شوی دی.

د ناروې د څېړنو ملي ادارې چې په اوکراین کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره د جنګي جنایتونو په څېړنه کې همکاري کوي ویلي، چې له اندري مدویدېف او د هغه له نارویژي مدافع وکیل سره په تماس کې ده.

د څېړنو ملي اداره زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به له دغه روسي پناه غوښتونکي خپلې څېړنې وکړي.