د جرمني سفارت کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې د سفر هرکلی کړی

د جرمني بيرغ

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امنې محمد د سفر هرکلی وکړ.

دغه سفارت پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دا د هغو پالیسیو په اړه د بحث او موافقې لپاره یو فرصت دی، چې د افغانستان خلکو ته ګټه اړوي.

د سفارت په خبره هېڅ هېواد نه‌شي کولای، له عام ژوند او اقتصاد څخه د خپلو وګړو د نیمايي برخه په محرومولو سره پرمختګ وکړي.

دا نه ده واضحه شوې چې مېرمن امنه کله افغانستان ته رسېدلې ده، خو ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې ډېر ژر به د بشري چارو او اضطراري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس هم کابل ته سفر وکړي.

د دې سفر اعلان وروسته له هغې وشو، چې طالبانو تېره میاشت په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.