د خلکو تر غبرګون وروسته، د اوکراين د جمهوري رياست يوه سلاکار استعفا وکړه

د اوکراين د جمهوري رياست يوه سلاکار استعفا کړې.

ياد سلاکار نن وروسته له هغه استعفا وکړه چې د اوکراین په ختیځ دنیپرو ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د روسیې د خونړي توغندويي برید په اړه څرګندونو یې خلک په غوسه کړل.

اولیکسي ارستوویچ درې ورځې مخکې پر خپله یوټیوب چینل وویل، ښايي پر دې ودانۍ لګېدلی روسی توغندی، د اوکراین په دافع هوا راکټ لګېدلی وي.

روسي رسنیو د ارستوویچ له دې وینا څخه ډېره استفاده وکړه چې د اوکراین خلک یې په غوسه کړل.

د شنبې ورځې په دې برید کې تر ۴۰ پورې کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.