د طالبانو حکومت په کندهار ولایت کې ۹ تورنو ته تعزیري سزاګانې ورکړې.
په یو بیان کې چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې خپور کړی، ویل شوي چې نن د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې ۹ تورنو ته د لواطت او غلا لپاره تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پر ټویټر لیکلي، چې تورن کسان په درو ووهل شول.
طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د غلا لپاره د لاس پرې کولو او د لواطت او زنا لپاره تر مرګ پورې سزاګانې ورکولې.
طالبانو نژدې یو نیم کال مخکې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یو ځل بیا د هغو سزاګانو تطبیق پیل کړی چې دوی یې اساس شریعت بولي.