د پاملرنې موسسې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا او تغذیې په برخه کې ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيلوي.
دغه سازمان پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کارونه وروسته تر دې پيلوي چې د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت لازم ډاډ ورکړ.
دغې موسسې ویلي، دوی ته د طالبانو له خوا ډاډ ورکړل شوی چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته په خوندي ډول د ټولنې د ملاتړ چارو ته دوام ورکولای شي.
د پاملرنې او د ماشومانو د ژغورنې موسسو په ګډون یو شمېر خیریه بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان کې خپل فعالیتونه و درول چې طالبانو تېره میاشت د دوی ښځینه کارکونکې له دندو منعه کړې.
د ماشومانو د ژغورنې کمېټې هم ویلي، دوی ته د ښځینه همکارانو د کار د دوام ډاډ ورکړل شوی او بېرته خپل فعالیتونه پيلوي.