د ملګرو ملتونو سرمنشي د 'مرسل نبي زاده' د وژنې له کبله بوږنېدلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده د وژنې له کبله بوږنېدلی دی.

دغه خبره د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټیفاني ترمبلي کړې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې ګوټرېش د دغې پېښې په تړاو د بېړنیو، هر اړخیزو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

و سله والو کسانو دیکشنبې په ورځ سهار مرسل نبي زاده او د هغې یو ساتونکی په کابل کې د خپل کور دننه ووژل.

تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.