رحمت الله نبیل یوه نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د افغانستان د آزادۍ د ملي ګوند په نوم د یوه نوي سیاسي جریان د جوړېدو خبر ورکړی.

نبیل چې په بهر کې اوسېږي، له خصوصي انټرنېټي تلوېزیون آمو سره په مرکه کې ویلي چې دا ګوند د هېواد د ارضي تمامیت، یووالي او خپلواکۍ د ساتنې او د یوه غیرمتمرکز نظام د جوړېدو لپاره مبارزه کوي.

نبیل په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ګوند باور لري چې افغانستان د پرځېدو، کورنیو خونړیو جګړو او د یوه بېساري ناورين پر پاڼ ولاړ دی او پر طالبانو یې هم غږ کړی چې له انحصار څخه لاس واخلي او د خلکو ارادې ته تسلیم شي.

له دې مخکې څو نورو جریانونو او له هغې ډلې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا، د احمدمسعود په مشرۍ د ملي مقاومت شورا او د بهرنیو چارو د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ملي حرکت هم د سیاسي فعالیتونو د پیل اعلان کړی دی.