بریتانیا: له ایران سره به د 'علي رضا اکبري' د اعدام په خاطر حساب کتاب وشي

د ایران بیرغ

بریتانیا ویلي چې د ایران له کمزوري او منزوي شوي حکومت سره به د علي رضا اکبري د اعدام په خاطر حساب کتاب وشي.

لندن د اکبري اعدام یو بې رحمانه او بوږنوونکی عمل بللی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي پرون د ایران واکمنو ته په خطاب کې وویل، نړیوال تاسو ته ګوري او له تاسو سره به د ایران زړور خلک چې هغوی ځپئ، حساب کتاب وکړي.

د ایران د دفاع پخوانی مرستیال وزیر ۶۱ کلن اکبري چې د ایران او بریتانیا دوه ګونی تابعیت یې درلود، لندن ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

د هغه اعدام ته د یوه سیاسي اقدام په سترګه کتل کېږي او د لوېدیځو حکومتونو او د بشري حقونو نړیوالو ډلو له خوا غندل شوی دی.

تهران د اکبري اعدام د شنبې په ورځ اعلان کړ، خو ویې نه ویل چې هغه څه وخت اعدام شوی دی.