پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پخوانی غړی 'لطیف افریدی' ووژل شو

۷۹ کلن لطیف افریدی د پاکستان د مدافع وکیلانو د ټولنې د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د پاکستان پولیس د یوه پېژندل شوي وکیل او د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مخکښ غړي لطیف افریدي د وژل کېدو خبر ورکوي.

پولیسو وویل چې افریدی د پېښور په یوه محکمه کې دننه هغه مهال ووژل شو چې یوه وسله وال کس پرې برید وکړ.

چارواکو د برید کونکي د نیول کېدو خبره کړې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

۷۹ کلن لطیف افریدی د پاکستان د مدافع وکیلانو د ټولنې د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی.