پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شوی

انځور - ارشيف

په پاکستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد د واکسینو کمپاین له پرون راهیسې پیل شوی دی.

دا په دې هېواد کې د روان میلادي کال لومړی کمپاین دی چې د چارواکو په خبره هدف یې له پنځو کلونو کم‌عمره ۴۴،۲ ملیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول دي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د پولیو ناروغۍ نه‌ده ختمه شوې.

تېر کال د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کې د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو ضد روان کمپاین په ترڅ کې به په خیبر پښتونخوا ایالت کې نژدې اوه نیم ملیونه ماشومان د پولیو پرضد واکسین شي.