د اوکراين پولې ته څېرمه د 'بيلګورود' پوځي مرکز کې اور لګېدلی

د اوکراین پولې ته څېرمه د بیلګورود سیمې په یوه پوځي مرکز کې د یوه روسي سرتېري له‌خوا د لاسي بم د چاودنې له کبله اور ولګېد.

د روسیې دولتي او نورو خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې چې د شنبې په ورځ شوې، لږ تر لږه درې سرتېري وژل شوي دي.

په دې پېښه کې چې پرون ناوخته شوې، ۱۶ سرتېري ټپیان او اته نور لادرکه دي.

د بازا په نوم انلاین ژورنال خبر ورکړی، چې چاودنه په هغه کلتوري مرکز کې شوې، چې متحرک شوي سرتېري په‌کې دېره دي.

د روسیې دولتي رسنیو ویلي، چې دا چاودنه تصادفي وه، خو د دې ادعا کره کول ګران برېښي.