د جاپان دفاع وزارت: هند سره مو ګډ پوځي تمرينات ترسره کړل

د جاپان دفاع وزارت نن دوشنبه وویل، جاپان او هند د لومړي ځل لپاره د جنګي الوتکو په ګډون شریک پوځي تمرینات وکړل.

دغه وزارت ویلي، چې توکیو تر دې مخکې دغه ډول دوه اړخیز تمرینات د امریکا له متحدو ایالتونو، اسټرالیا او بریتانیا سره ترسره کړي دي.

ځینو هندۍ رسنیو د تېرې اوونۍ په لومړیو کې راپور ورکړی و، چې د هند او جاپان د پوځیانو ګډ پوځي تمرینات به د جنورۍ میاشتې له ۱۲مې د جنورۍ تر ۲۶مې دوام وکړي.

دا تمرینات داسې وخت کېږي، چې د راپورونو له‌مخې چین هڅه کوي په هند-او-پسفیک ساحه کې خپل نفوذ پراخ کړي.