د ناټو عمومي منشي: لوېديځ هېوادونه له اوکراين سره د پوځي تجهيزاتو مرسته کوي

د ناټو عمومي منشي

د ناټو عمومی منشي ینس ستولټنبرګ وایي، په نږدې راتلونکي کې به لوېدیځ هېوادونه له اوکراین سره د درنو پوځي تجهیزاتو او وسلو مرستې وکړي.

ستولتنبرګ د جرمني له هاندیلس بلادیت ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې له اوکراین سره د درنو پوځي تجهیزاتو مرسته مهمه ده او دی هیله‌من دی چې دغه مرستې په نږدې راتلونکې کې وشي.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیران راروانه جمعه له اوکراین سره د پوځي مرستو په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

جرمني به د دغې غونډې کوربه وي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې په دنیپرو ښار کې د هستوګنۍ پر یوې ودانۍ د روسیې د راکټي برید د قربانیانو شمېر۲۵ ته رسېدلی.