د افغانستان بانک نن ۱۴ ميليون ډالره ليلاموي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي چې، نن به د داوطلبۍ له لارې ۱۴ ملیون ډالره د لیلام په ډول وپلوري.

دې بانک پرون په یوه ټویټ کې د شاوخوا ۱۴ ملیون ډالرو د لیلام اعلان داسې مهال ورکړی چې وړمه ورځ یې کابل ته د نړیوالو بشري مرستو د ۴۰ ملیون ډالرو د یوې بلې کڅوړې د رسیدو خبر ورکړی و.

دې بانک وویل چې، رهبري یې هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

خو ملګروملتونو پرون په یوه ټویټ کې د دې خبرې وضاحت ورکړی چې د ملګروملتونو له‌خوا افغانستان ته لېږل شوې پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګروملتونو په حسابونو کې ځای پر ځای کېږي.

ملګروملتونو ویلي، دا پیسې د ملګروملتونو د ادارو له‌خوا د بشري مرستو پر چارو لګیږي او د دغه سازمان له ادارو پرته د نورو له‌خوا د دغو مرستو د لېږد په اړه اعلانونه بې لارې کونکې او بې ګټې دي.