لسګونه زره کسانو د اسراییل په درېیو ښارونو کې لاریونونه کړي

د مظاهرو تنظیموونکو بنیامین نتانیاهو په اسراییل کې د دیموکراتیکو اورګانونو په کمزوره کولو تورن کړ.

لسګونو زرو اسراییلیانو پرون شنبې د اسراییل په درېیو سترو ښارونو کې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د عدلي او قضايي اصلاحاتو د پروګرام پر ضد مظاهرې وکړې.

د لاریونونو تنظیموونکو بنیامین نتانیاهو په اسراییل کې د دیموکراتیکو اورګانونو په کمزوره کولو تورن کړ.

نتانیاهو په وروستیو ورځو کې له یوه سختدریځي مذهبي ګوند سره د ایتلاف په جوړولو د شپږم ځل لپاره د اسراییل صدراعظم شو.

د ده منتقدان وايي چې قضايي اصلاحات به د اسراییل د قضا خپلواکۍ ته زیان اړوي.