په نیپال کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

خلک او پولیس هغه سیمې ته نږدې راټول شوي چې الوتکه په کې غورځېدلې ده.

د نیپال پوخارا ښار ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان په کې سپاره و، لوېدلې ده.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د نیپال د کتمندو پوسټ ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د سپرو کسانو له ډلې ۶۸ یې مسافر او ۴ یې د الوتکې عمله وه.

د نیپال صدر اعظم پوشپا کمال ویلي، الوتکه له پلازمېنې کتمندو نه پوخارا ښار ته روانه وه چې د پوخارا هوایي ډګر ته نږدې ولوېده.

تراوسه د مرګ ژوبلې رسمي شمېرې نه دي خپرې شوي، خو پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې له لوېدلې الوتکې لوګي پورته کېږي.