په فاریاب کې د څلور شپنو او سلګونو پسونو د لادرکه کېدو راپورونه خپاره شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د فاریاب ولایت موقعیت

په فاریاب ولایت کې د څلور شپنو او سلګونو پسونو د لادرکه کېدو خبرونه خپاره شوې دي.

پژواک اژانس په ټویټر کې لیکلي دي چې دا شپانه او څلور سوه پسونه د واورو د وروښتونو له امله تري تم شوي دي.

د ځینو ادارو له اټکل سره سم نن په فاریاب کې د تودوخې ټیته درجه منفي ۱۱ او لوړه منفي ۳ درجې د سانتي ګرید اټکل شوې ده.