ترکیې په اوکراین کې د اوربند ټینګښت لپاره چمتووالی ښودلی

اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

ترکیې دې ته چمتوالی څرګند کړی دی چې په اوکراین کې د اوربند لپاره فشار راولي.

انقره وایي چې نه مسکو او نه هم کییف په دې جګړه کې د بري چانس لري.

په بهرنیو چارو کې د ترکیې د ولسمشر سلاکار ابراهیم کالین پرون وویل، داسې نه ښکارې چې په راتلونکو میاشتو کې د اوکراین په جګړه کې ښکېل لوري د سولې د یوه پراخ تړون په تکل کې وي.

د کالین په وینا بیا هم کېدای شي چې د ویجاړونکې جګړې پراخ لګښت ډېر ژر د دې هېوادونو نظر بدل کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

ترکیه چې د ناټو غړې ده، د اکراین او روسیې د سولې د مذاکراتو د لومړیو دوو غونډو کوربه پاتې شوې ده.