د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو واکمن حکومت په رسمیت نه پېژنو

حسین امیرعبداللهیان وزیر خارجهٔ ایران

ایران وایي، په کابل کې د طالبانو واکمن حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دې ادارې سره په بېلابېلو برخو کې ارتباط لري او په تعامل کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان تېر ماښام د لبنان د سفر پرمهال په پلازمېنه بیروت کې وویل، د نجونو او مېرمنو د زده کړو مخنیوی له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر دی.

نوموړي د دې اعتراض سربېره دا خبره وکړه چې تهران د افغانستان له اوسني حکومت سره سوداګري کوي، مرستې ورلېږي او د دې هېواد د خلکو ملاتړ کوي.

طالبانو له شپږم ټولګې ورپورته د نجونو ښوونځي بند کړي دي او تېره میلادي میاشت یې تر ثاني امر پورې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ بندې کړې.

د طالبانو دا پرېکړې په نړیواله کچه غندل شوي دي.