طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون وښود

د طالبانو بیرغ

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه، طالبانو نن وویل چې نړیوال سازمانونه او هېوادونه باید د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د امنیت شورا اندېښنې درک کوي، خو مجاهد زیاتوي چې دوی هڅه کوي ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.

مجاهد وايي، نړیوال باید بشري موضوعات او انساني مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

امنیت شورا په خپله بېګانۍ غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم او کار، د ښځو پر آزادیو او د وګړو پر بشري حقونو د لګېدلو محدودیتونو د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه شوې.