یان ایګلنډ د افغانستان سفر پای ته ورساوه

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ نن افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه.

ایګلنډ پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان په ډېرې خواشینۍ پرېږدي.

دی وايي چې له کابله روانېده نو هلته د یخنۍ کچه منفي ۲۰ درجو ته رسېده.

د ناروي د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان به تر هغه وخته له اړینو مرستو بې برخې وي چې نړیوالو مرستندویو ټولنه ته د ښځینه همکارانو په ګډون او د هغو له لارې یوځل بیا د کار اجازه نه وي ورکړل شوي.

ایګلنډ د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ په دې نیت افغانستان ته ولاړ چې هلته به د طالبانو له مشرانو سره په کتنو کې هغوی ته قناعت ورکړي چې پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار محدودیت لیرې کړي.