د افغانستان د برښنا شرکت د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د پرچاوۍ خبر ورکوي.
دې شرکت بېګا پر خپل ټویټر په یوه بیان کې دا خبر ورکړی.
د برښنا شرکت د دې ستونزې علت په ازبکستان کې تخنیکي عوارض بللي دي.
د بیان له مخې د ازبکستان د برښنا مسوولو چارواکو ډاډ ورکړی چې د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
افغانستان خپله د اړتیا وړ څه باندې اویا سلنه برښنا له ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي.