لېتوانیا د ۲۰۲۲ کال د آزادۍ جایزه د اوکراین ولسمشر ته ورکړه

دا جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې د لېتوانیا د آزادۍ د اعلان پرمهال د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ۱۴ ملکي وګړو د وژنې په یاد جوړه شوې ده، پرون د پارلمان د غړو په ګډون په یوه غونډه کې د زیلینسکي په استازیتوب په لېتوانیا کې د اوکراین سفیر پټرو بیشتا ته وسپارل شوه.

لېتوانیا د ۲۰۲۲ کال د آزادۍ جایزه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته ورکړه.

دا جایزه چې په ۱۹۹۱ کال کې د لېتوانیا د آزادۍ د اعلان پرمهال د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له خوا د ۱۴ ملکي وګړو د وژنې په یاد جوړه شوې ده، پرون د پارلمان د غړو په ګډون په یوه غونډه کې د زیلینسکي په استازیتوب په لېتوانیا کې د اوکراین سفیر پټرو بیشتا ته وسپارل شوه.

زیلینسکي چې د ویډیو کنفرانس له لارې په غونډه کې ګډون کړی و، د روسیې د اشغال پر وړاندې په جګړه کې د لیتوانیا د خلکو د ملاتړ مننه وکړه.

د آزادۍ په نوم جایزه په ۲۰۱۱ کال کې د پارلمان له خوا تصویب شوه او هرکال هغو کسانو او ټولنو ته ورکول کېږي چې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ، نړیوالو اړیکو، پرمختګ او په نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.