د ایران حکومت د راتلونکي کال د بودیجې طرحه په پوځي، امنیتي او تبلیغاتي برخه کې د لګښتونو د پام وړ زیاتوالي سره وړاندې کړه.
په نوې بودجه کې د سپاه د ځواکونو لګښتونه ۲۸ فیصده زیاتوالی او د راډیو ټلوېزیون هغه ۴۲ فیصده زیاتوالی ښېي.
د استخباراتو او محابسو د ادارو په بودجو کې هم ۵۰ فیصده زیاتوالی تر سترګو کېږي.
د نوې بوديجې طرحه داسې مهال وړاندې کېږي چې ایران د اټومي فعالیتونو د پراختیا او د مظاهرهچیانو د ځپلو له کبله د لوېدیځ له سختو فشارونو او بندیزونو سره مخامخ دی.