د پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو له متقي سره ټليفوني خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست اميرخان متقي

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټليفوني خبرې کړي او دواړو په کابل کې د وړمې ورځې خونړۍ حمله غندلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان له امیرخان متقي سره خبرو کې پر برید ژوره خواشیني ښودلې ده.

برید کې چې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت مخې ته وشو او مسولیت یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه، د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په وینا، لږ تر لږه ۱۴ ډيپلوماتان او کارکوونکي ووژل شول او لسګونه نور کسان ټپيان شول.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت بیا پېښه کې یوازې د ۵ تنو د وژلو پخلی کړی دی.

ایران او پاکستان داسې مهال پر پېښه خواشینی ښيي چې د چارو د کتونکو په باور همدا ګاونډیان او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه افغانستان کې د ورانکاره ډلو ملاتړ کوي.