کندهار ته د ناروې شورا د مشر 'يان ايګلنډ' سفر لغوه شوی دی

د ناروې کډوالو شورا مشر يان ايګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وایي، کندهار ته یې پرونی سفر د خرابې هوا له کبله لغوه شوی دی.

ایګلنډ د کابل هوایي ډګر کې له خپل یوه انځور سره یو ځای په ټویټر کې لیکلي، په کندهار کې د طالبانو د حکومت والي او علماو شورا ورته منتظره وه.

نوموړي لیکلي، دوی غوښتنه کوي چې د نویو فرمانونو له لارې بېرته د نجونو او ښځو تعلیم او کار ته اجازه ورکول شي څو دغه سازمان افغانستان کې خپلې مرستې له سره پيل کړي.

هغه ویلي، دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ناروې د کډوالو شورا چې ځان خپلواکه خیریه مؤسسه بولي، تېرو شلو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې هم فعالیت کاوه.