د ملګرو ملتونو استازې: طالبان دې د ښځو پر ضد کمپاين پای ته ورسوي

روزا اوتومبايوا، انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتومبایوا ویلي، طالبان باید د ښځو په ضد خپل شدید کمپاین پای ته ورسوي.

یوناما پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن اوتومبایوا په دې اړه د نړۍ خبرداری د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته رسولی دی.

یوناما لیکلي، طالبان باید د ښځو پر تحصیل او کار لګول شوي بندیزونه لغوه کړي څو د دوی په باور د افغانستان د بې‌ثباتۍ او بې‌وزلۍ ستونزه لا پراخه نه‌شي.

یوناما په یوه جلا ټویټ کې ویلي چې، د دوی مرستیال مارکوس پوتزل د نجونو د تعلیم په تړاو پرون کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره هم کتلي دي.

عباس ستانکزي پخوا تر دې د نجونو لوړې زده‌کړې مهمې بللي او تازه یې ویلي، د طالبانو د مشر یوازې هغه فرمانونه باید عملي شي چې شرعي بنسټ ولري.

طالبانو چې د تېرې دسمبر میاشتې په وروستیو کې یې د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او نادولتي مؤسسو کې یې د ښځو کار منع کړ، تر اوسه د نړیوالو دې پرله‌پسې غوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.