پاريس کې شپږ کسان په يوه بريد کې ټپيان شوي

د فرانسې پوليس

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، یوه کس نن شپږ تنه په پلازمېنې پاریس کې په چاقو ټپيان کړې دي.

دا برید د ګادرینورد د ریل په تم‌ځاي کې شوی دی.

د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک دی.

پولیس وایي، پر برید کوونکي یې ډزې کړې دي او سخت ټپي شوی دی.

تر اوسه د دې برید علت نه‌دی روښانه شوی او کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.