جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت شپږمه ورځ هم دوام لري

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې نن شپږمه ده چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له لوري پرلت وهل شوی دی.

اعتراض کوونکي په سیمه کې د هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر شبیر حسین شاه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې د لارو بندېدل د قانون خلاف عمل دی.

اعتراض کوونکي وایي چې تر هغو به یې لاره بنده کړې وي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

دا کسان په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوه مشر علي وزیر په شمول د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

علي وزیر د پاکستان د ملي ګټو پرضد د وینا په تور له دوه زره نولسم کال راهیسې زنداني دی.