د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې په ناڅاپي ډول اوکراين ته سفر کړی

د جرمني د بهرنيو چارو وزيره اوکراين ته د سفر پر مهال

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک پرون ناببره د اوکراین ختیځ ښار خارکیف ته لاړه او هلته یې اوکراین ته د نورو وسلو د سپارلو ژمنه وکړه خو دا یې ونه ویل چې څه ډول وسلې به ورکړي.

جرمني له دې مخکې د کییف د غوښتنې په اساس د اوکراین د پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د زغرګاډو د سپارلوژمنه هم کړې وه.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د اروپايي شورا له مشر چارلز میچل سره په ټليفوني خبرو کې له اروپايي قدرتونو غوښتي چې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي.

خارکیف ته د مېرمن بایربوک له سفر او د نورو وسلو د سپارلو له ژمنې وروسته پر دې ښار د روسیې د پوځ توغندي راپرېوتل.