د هند حکومت وايي، پرون سېشنبه یې د څه باندې ۵۲۳ ملیون ډالرو په ارزښت درې قراردادونه تصویب کړل.
په دغو پیسو به د هند پوځ او سمندري ځواکونو ته پوځي تجهیزات او مهمات رانیول کېږي.
په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کلونو کې د هند ټوله دفاعي بودجه اویا ملیارد او۷۰۰ ملیونو ډالرو ته رسېږي.