کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د نجونو پر تحصيل خبرې کړي

حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، ګورډن براون سره پرون د نجونو د تعلیم او تحصیل پر اهمیت خبرې وکړې.

د ښاغلي کرزي په ټویټر کې لیکل شوي، چې په دې ویډیويي کنفرانس کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستل کېدو ټینګار وشو.

ویل شوي پخواني ولسمشر د نړیوالو زده کړو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګورډن براون نه، چې د بریتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې، غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د تعلیم د وضعیت ښه کېدو لپاره دې ملګري ملتونه خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د ۲۰۲۲ م کال د ډسمبر پر ۲۰مه دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته یو مکتوب واستاوه او تر بل امر پورې يې پوهنتونونو ته د نجونو تګ منع کړ.

نن ۴۷۸مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.