د اسلامي همکاريو سازمان نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي

د اسلامي همکاريو د سازمان غړيو هېوادونو استازي

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرټریت نن چهارشنبه په خپل مرکزي دفتر کې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، پر افغانستان اضطراري غونډه جوړوي.

دغه سازمان پرون په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې د دغه سازمان اجرایه کمېټه به په دې غونډه کې په افغانستان کې پر وروستيو تحولاتو او بشري وضعیت بحث وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړیوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د طالبانو وروستي محدودیتونه له شریعت سره په ټکر کې بللي وو.

بل‌خوا تېره اوونۍ د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد اعلان وکړ، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت اله اخندزاده د دوی له جګپوړي پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده.

د دې اتحاد عمومي منشي، شیخ ډاکټر علي القره داغي په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د دوی پلاوی د اسلامي او ورورۍ اړیکو د لا ټینګښت په نیت افغانستان ته روان و.