په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دې معاونیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د هېواد د اقتصادي ثبات په پار د اخیستل شویو کوټلو اقداماتو په نتیجه کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو کچه ۱۴۲۴ میلون ډالرو ته رسېدلې.
دغه راز ویل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه په ترتیب ۴۳۴ او ۴۷۸ ملیون ډالره وه.
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دغه راز ویلي، که د صادراتو بهیر په همدې بڼه دوام وکړي نو د روان ۱۴۰۱ کال تر پایه به یې کچه دوو ملیارډ ډالرو ته ورسیږي.
د ډبرو سکاره، وچه او تازه مېوه، غالۍ او یو شمېر نور توکي، بهرنیو په تېره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو مهم توکي بلل شوي دي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبره کوي چې خلک په کور دننه د خوراکي موادو او نورو توکو د بیو له زیاتوالي او هم له ډېرو نورو اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.