چين د جنوبي کوريا وګړو لپاره د لنډمهاله ويزو ورکول ځنډولي

د چين بيرغ

په سېول کې د چین سفارت د جنوبي کوریا هغو وګړو ته چې غواړي چین ته سفر وکړي د لنډمهالو ویزو ورکول ځنډولي دي.

دا وروسته له دې چې یو شمېر هېوادونو د کورونا وبا له وېرې چینایانو ته د ویزو ورکول وځنډول، د پېکېنګ لومړنی ځوابي اقدام دی.

په دې اړه د چین د سفارت په بیان کې راغلي چې، چین به خپله پالیسي هغه مهال بدله کړي چې جنوبي کوریا پر چینايي وګړو د ویزې له تبعیضه ډک بندیز لیرې کړي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ له خپل کوریايي سیال پارک جین سره په ټليفوني خبرو کې پردې محدودیت اندېښنه وښوده.