طالبانو تر شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو امر کړی

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

د طالبانو د پوهنې وزارت امر کړی چې له شپږم ټولګې ښکته نجونې کولای شي بېرته ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو ته ولاړې شي.

د راپورونو له مخې د طالبانو په مخکیني امر سره چې د متوسطې او لېسې دورې د نجونو ښوونځي یې تړلي وو په ځینو ولایتونو کې ابتدایه دوره نجونې هم درسونو ته نه پرېښودل کېدې.

د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله اغا دوشنبه ناوخته په دې اړه په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا تمویلیدونکي ټولګي په بشپړه توګه بېرته فعاله شي.

د پوهنې وزارت همداراز ښځینه ښوونکو ته ویلي چې په خپل حجاب کې په پوره ډاډ بېرته تدریس ته دوام ورکړي.