د پاکستان له سند ایالته پرون ۳۰۳ تنه افغان بندیان راخوشې شول.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا افغان بندیان د حیدراباد له زندانه خوشې شوي چې پکې ۶۳ ښځې او ۷۱ ماشومان هم شامل دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان ته د دغو کسانو د انتقال لګښت دولت ورکوي.
د دې اونۍ په سر کې هم د کراچۍ له زندانونو څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان راخوشې او افغانستان ته ولېږل شول.
د راپورونو له مخې د کراچۍ پولیسو په تېرو څو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان د ناقانونه سفر په خاطر بند ته اچولي وو چې په کې سلګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي.