له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه

دا پیسې به اسلام اباد ته د تېر کال له ویجاړونکو سېلابونو وروسته د دغه هېواد د بیارغونې لپاره ورکول کېږي.

د اسلامي پراختیايي بانک په راتلونکو درېیو کلونو کې له پاکستان سره د ۴.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا پیسې به اسلام اباد ته د تېر کال له ویجاړونکو سېلابونو وروسته د دغه هېواد د بیارغونې لپاره ورکول کېږي.

کارپوهان د دې سېلابونو لامل د اقلیم بدلون په ګوته کوي او یو شمېر هېوادونو له پاکستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.

د اسیا پراختیايي بانک هم د دوشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ژمنه وکړه چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به پاکستان ته یو میلیارد ډالر ورکړي.

د امريکا متحدو ايالتونو هم ويلي چې پاکستان ته به سل ميليونه ډالره نور مرسته ورکوي او اروپايي ټولنې هم له پاکستان سره د لس ميليونو ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده.

ملګرو ملتونو پرون په جنیوا کې له پاکستان سره د مرستو د راټولولو په هدف یو ځانګړی کنفرانس جوړ کړ، څو دغه هېواد د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو جبران او د اقلیم د بدلون پر وړاندې ځان چمتو کړي.