اوکرایني چارواکي: په ختیځ کې د روسي ځواکونو بریدونه په شا تمبول شوي

د اوکراین په سولیدار کې د نښتو یو انځور

اوکراین وایي، په ختیځو ښارونو بخموت او سولیدار کې یې د واګنر ډلې د وسله والو په مشرۍ د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي دي.

کییف په عین حال کې خبرداری ورکړی چې مسکو په راتلونکو اونیو کې پر اوکراین یوې بلې لوې حملې ته تیاری نیسي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تېره شپه په یوه وینا کې وویل چې اوکرایني ځواکونو په سولیدار کې په سخته جګړه کې چې هرڅه ستونزمن دي، خپلې مورچلې ساتلي دي.

د اوکراین دفاع وزارت ویلي چې دښمن پر سولیدار ښار له مختلفو لورو ډېره هڅه وکړه او د واګنر د جګړي تکړه حرفوي ډلې یې رامخته کړې وه، خو امنیتي ځواکونو بېرته په شا وتمبولې او ورته یې ډېر تلفات واړول.

بخموت او سولیډار د اکراین په ختیځ کې د دونباس هغه سیمې دي چې روسیې له خپلې خاورې سره ملحق کړي دي.