ايران درې نور لاريونوال پر اعدام محکوم کړي

د ایران قضایي ادارې، په وروستیو مظاهرو کې د ایران د امنیتي ځواکونو د دریو غړیو د وژلو په تور په اعدام د درې نورو مظاهره چیانو د محکومېدو خبر ورکړ.

دغه مظاهرې چې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې پر سر له څه باندې درې میاشتو راهیسې پیل شوي، په ترڅ کې یې په اعدام د محکوم شویو کسانو شمېر اولسو ته رسېدلی دی.

تر اوسه پر څلورو د اعدام حکم تطبیق شوی او د دو کسانو د اعدام سزا د ایران د سترې محکمې د فیصلې له‌مخې ځنډول شوې ده.