شهباز شريف: پاکستان اته مليارد ډالرو مرستې ته اړتيا لري

شهباز شريف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، هېواد یې راتلونکو درې کلونه لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو څخه اته ملیارډ ډالرو مرستې ته اړتیا لري چې د تېر کال د ویجاوړونکو سېلابونه له امله دا ځپل شوی هېواد ورغوي.

شریف دغه څرګندونې نن له پاکستان سره د مرستو په اړه د جینوا کنفرانس ته په وینا کې وکړې.

دغو سېلابونو چې د اقلیم بدلون یې عامل بلل شوی، په پاکستان کې چې له مخکې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

لږ تر لږه د ۱۷۰۰ کسانو د مړینې ترڅنګ ویل شوي، چې شاوخوا اته ملیونه وګړي یې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي دي.

د راپورونو له‌مخې د دغو سېلابونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو د رغونې لپاره پاکستان څه باندې ۱۶ ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده.