د کنفرانس هدف پاکستان ته د نړیوالو مرستو جلبول دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف جینیوا ته له سفر مخکې یکشنبه په یوه بیان کې وویل: "میلیونونه پاکستانیان د بېساري ناورین (سېلابونو) له امله زیانمن شول، د بیا رغونې لپاره خواخوږۍ ته اړتیا لري."
د کنفرانس کوربانه د پاکستان صدارعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دي او دوی تمه لري چې شاوخوا شپاړس اعشاریه درې (۱۶.۳) میلیارده ډالره مرسته د پاکستان لپاره ټوله کړي څو په مټ یې په دغه هېواد کې د تېر کال د سېلابونو له امله زیانمنې سیمې ورغوي.
دغه کنفرانس ته د څلوېښتو هېوادونو پلاوي او ځینې مشران ورځي او تر څنګ به یې نړیوالې مرستندویه او پرمختیايي ادارې هم خپل استازي ورلیږي.