د افغانستان بانک دغه هېواد ته د نغدي مرستو د نه رسېدو خبر رد کړ

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک ویلي، دغه هېواد ته د نغدي مرستو د نه رسېدو خبره حقیقت نه‌لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د دغه بانک چارواکو پرون په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې او له رسنیو یې غوښتي چې د ژورنالېزم له اصولو سره سم راپور ورکړي.

بانک له څه وخت راهیسې کابل ته د څلوېښتو میلیون ډالریزو بستو د رسېدو په اړه تازه معلومات هم نه‌دي ورکړي.

تېر څو میاشتې به د ملګرو ملتونو له‌خوا د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالره کابل ته انتقالېدې.

د افغانستان بانک داسې وخت د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي چې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټين ګریفیټس بیا په خپله وروستۍ مرکه کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې کابل ته ځکه نغدې پیسې نه لېږل کېږي چې د ملګرو ملتونو پروازونه بند شوي دي.

په سویس کې د افغانستان د امانت د صندوق غړي شاه محرابي هم ځینو رسنیو له‌هغې ډلې طلوع نیوز ته تایید کړې چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پروازونو له بندېدو را وروسته کابل ته پیسې نه‌دي انتقال شوي.