د بامیان، دایکندي او غور نښلېدونکې لویه لار تړل شوې

ارشیف

د طالبانو چارواکي تاییدوي چې هغه لویه لاره چې د افغانستان درې مرکزي ولایتونه، بامیان، دایکندي او غور سره نښلوي، د سختو واورو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

یو شمېر مسافرو ویلي چې د غورـ کابل لویه لاره د بکک کوتل په سیمه کې له څلورو ورځو راهیسې بنده ده.

د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي چې د هوا په ښه کېدو سره به د دغې لویې لارې د خلاصولو لپاره اقدام وشي.

د راپورونو له مخې د افغانستان دغه مرکزي لویه لاره اکثراً د ژمي په موسم کې په دې خاطر بندېږي چې له غرنیو سیمو تېرېږي او ډېرو ځایونو کې خامه ده.