پوټزل: پر ښځو بندیزونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې د مرستو مخه نیسي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل وایي، د طالبانو له لوري پرښځو د توپیرپالنې وروستي بندیزونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې د مرستو مخه نیسي او هم به د افغانستان اقتصاد وځپي.

یوناما نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې پوټزل نن د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر له وزیر مولوي محمد خالد حنفي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو پر تعلیم او له مرستندویه موسسو سره یې د کار کولو په اړه لګول شوي بندیزونه دې سمدستي لرې کړي.

د یوناما مرستیال همدارنګه ورته غوښتنه پرون شنبې د طالبانو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم سره په کتنه کې هم کړې وه او ویلي و چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته داخلوي.

د طالبانو حکومت چې څو اونۍ مخکې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړي، د اقتصاد وزارت یې په وروستي اقدام کې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیر اعلان کړ.

د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه وښودل شول او یو شمېر موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.