طالبانو د نړیوالو بشري نغدي مرستو د بندېدو راپورونه رد کړل

ارشیف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک هغه راپورونه رد کړي چې وایي، نړیوالو له افغانستان سره بشري نغدې مرستې بندې کړي دي.

دې بانک نن په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالو له لوري د بشري مرستو د بندېدو راپورونه حقیقت نه لري او له رسنیو غواړي چې د بې طرفۍ اصل ته پاملرنه وکړي څو عامه ذهنیتونه مغشوش نه شي.

په بیان کې په دې اړه چې ایا د نړیوالو نغدي مرستې تراوسه دوام لري، نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو دې بانک چې له معمول سره سم به یې کابل ته هره اونۍ د شاوخوا څلوېښت ملیون ډالرو د رسېدو پخلی کاوه په وروستیو شاوخوا څلورو اونیو کې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

نړیوالو چې له کار او تعلیم څخه د ښځو د راګرځولو په اړه د طالبانو د حکومت په وروستیو اقداماتو سخت انتقادونه کړي، تراوسه یې کابل ته په اونۍ کې د میلونونو ډالرو نغدو پیسو د لېږد د بندولو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.