د جرمني چارواکو نن وویل چې یو۳۲ کلن ایرانی وګړی په دې هېواد کې د یوې وژونکې کیمیاوي حملې د پلانولو په شک نیول شوی دی.
پولیسو او څارنوالانو وویل چې دغه کس له یوه بل کس سره تېره شپه شمال لوېدیځ ښار دورتموند ته نږدې په کاسټروپ راوکسل ښارګوټي کې نیول شوی دی.
دوی په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس د اسلامي سخت دریځۍ پر بنسټ د یوې جدي حملې د پلانولو په شک چې ورته کافي کیمیاوي زهرجن مواد یې برابر کړي و، نیول شوی دی.