په بدخشان کې دوه کان کیندونکي ژغورل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې دوه کان کیندونکي تر خاورو لاندې له شپیتو ساعتو بند پاتې کېدو وروسته ژغورل شوي.

د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې د یاوان ولسوالۍ د خیراباد د سرو زرو کان د پنجشنبې په ورځ لوېدلی وو.

د کان د غورځېدو په پېښه کې دری کسان بند وو چې یو یې ماسپيښين مهال ژغورل شوی و او دوه نور د شنبې په شپه شاوخوا نهه بجې او شل دقیقې له خاورو ژوندي راویستل شول.

د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ژغورنې د دغو عملیاتو ویډیوګانې او عکسونه هم په خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي.