د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې ویلي په دې وروستیو کې یې شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه مواد انتقال کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون خبر ورکړی چې تېره اوونۍ ۱۱۸۱۳۹ مټریک ټنه مواد د حيرتان، اقينې او تور غونډۍ بندرونو له لارې لېږدول شوي دي.
دا اندازه مواد له ازبکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته وارد او صادر شوي.
د افغانستان او د دغه هېواد دوو شمالي ګاونډیانو تر منځ د اورګاډي پټلۍ د پخواني جمهوري نظام پر مهال جوړه شوې وه.